تازه خبرونه
په کندهار کې د طالبانو موټر بم برید شنډ شو
تېره شپه طالبانو غوښتل، چې د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ اړوند د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم برید ترسره کړي، چې د کومانډو ځواکونو لخوا شنډ او له درې ځانمرګو سره له منځه یوړل شو.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ کومانډو ځواکونه توانیدلي، چې په اړوند سیمه کې د یو خونړي برید مخه ونیسي.
کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې له تېرو لس ورځو راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلوالو طالبانو چاودنو او بریدونو لږ تر لږه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴۳ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.
کورنیو چارو وزارت ویلي؛ وسلوالو طالبانو شپږ ځانمرګي بریدونه او ۶۲ماین چاودنې ترسره کړي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د افغانستان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو یو شمېر نومیالي قومندانان او وسلوال طالبان وژلي دي.
طالبانو تر دې دمه د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو یاد وزارت د دغې مرګ و ژوبلې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.