تازه خبرونه

په کندهار کې د عالمانو، مخورو او چارواکو ګډه غونډه جوړه شوه

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۸, ۱۴۰۱

د پنجشنبې پر ورځ په کندهار کې شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمان، دولتي چارواکي، قومي مخور او د مدني ټولنو غړي د یوې پراخې ولسي غونډې برخوال شول.

په دې ولسي غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده هم ګډون او وینا کړې؛ خو رسنۍ د آخوندزاده د وینا ثبتولو یا فلم کولو څخه منع شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي پدې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي؛ خو بهرنۍ ټولنې باید دا تمه ونلري، چې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته دې اړیکې سمدستي عادي شي.

متقي ویلي، په داسې حال کې، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او له نړۍ هیله لري، چې افغانان پرېږدي، چې د خپلو عقایدو او دودونو له مخې ژوند وکړي.

هغه دا هم وويل، چې دوى د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو په ټينګولو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او دا مهال د افغان سوداګرو پر مخ پولې خلاصې دي او اوس خپل توکي صادروي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ټینګار کړی، چې د افغانستان د اشغال د پای ه رسولو او په افغانستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي دي.

هېوادوال هیله من دي، چې د دې غونډې یوه پایله به له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پرېکړه وي.؛ خو دا اوس هم څرګنده نده، چې په دې غونډه کې به پر دې موضوع بحث شوی او  که نه!

دا په څو میاشتو کې دوه یمه دا لویه غونډه ده؛ لومړی یې دوه میاشتې مخکې د کابل د لویې جرګې په تالار کې ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version