پرمختګ او بشپړتیا
په کندهار کې د كرنيزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون پرانستل شو
كندهار پوره دوه ورځې د ولسمشر حامد كرزي كوربه و، چې د امنيت لپاره يې ټينگ تدابير نيول شوي ول.
كندهار ته له ولسمشر حامد كرزي سره په دې سفر كې د كابينې پر يو شمېر غړيو سربېره د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد هم ملگرى و.
ولسمشر حامد کرزي د هند هېواد له مرستې مننه وکړه او زیاته يې كړه، چی هند د افغانستان يو ډېر ټینگ او ښه ملگری دى او همیشه به ورسره ټینگې اړیکې ساتي.
په ورته وخت كې د هند د بهرنیو چارو وزیر سلیمان خورشید وايي، له افغانستان سره مرستې روانې ساتل كيږي او د بيارغونې ترڅنگ به له افغانستان سره د تروریزم په له منځه وړولو کې گډ کاركوو.
چارواكي وايي، د دغه پوهنتون لپاره ټوله پېنځه زره جريبه ځمكه په پام كې نيول شوې، چې د هند له خوا به يې نورې برخې هم يو په بل پسې جوړې شي.
د كرنې او تكنالوژۍ ملي پوهنتون په څلويښت جريبه ځمكه كې د هندوستان له خوا په سل ميليون دالرو مرسته جوړ شوى دى، چې په سيمه كې د خپل ډول لومړى پوهنتون بلل كيږي.