تازه خبرونه
په کندهار کې د نږدې ۲۰۰ زره ډالرو پر ارزښت ۱۵ سړې خوني جوړې شوې
یادې سړې خونې د بریښنا نه شتون، محلي اسانتیاوو او د سیمې اقلیمي شرایطو ته په پام سره جوړي سوي. چې له دغو سړو خونو څخه ۱۰ په خاکریز او ۵ به په ژړۍ ولسوالۍ کې ګټي اخیستني ته سپارل سوي. چې هره سړه خونه به د ۲۰ ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت ولري.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پر هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوالې ادارې(ایف. ای. او) پر مالي ملاتړ او روغتیا نړیوالې ټولنې پر تخنیکي همکارۍ د خاکریز او ژړۍ ولسوالیو د کوچني او منځني کچې بزګرانو د ملاتړ لپاره د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو پر ارزښت۱۵ صفر انرژۍ لرونکي سړې خوني جوړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شوې.
یادې سړې خونې د بریښنا نه شتون، محلي اسانتیاوو او د سیمې اقلیمي شرایطو ته په پام سره جوړي سوي. چې له دغو سړو خونو څخه ۱۰ په خاکریز او ۵ به په ژړۍ ولسوالۍ کې ګټي اخیستني ته سپارل سوي. چې هره سړه خونه به د ۲۰ ټنه پیازو د ساتلو ظرفیت ولري.
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د دغو سړو خونو ګټه اخیستونکي هغه تولیدونکي او ګروپونه دي، چې له دې مخکې د بزګرانو د ملاتړ لپاره جوړ شوي او اوسمهال ورته د پیازو ذخیره کولو، مدیریت او تخنیکي چارو اړوند عملي او نظري روزنه ورکړ شوي ده.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: له دغو سړو خونو مو موخه دا ده، چې د پیازو حاصل د اوږدې مودې لپاره پر ښه کیفیت وساتل شي، د بزګرانو تولید ته بازارموندنه وشي، د بیو کنټرول وساتل شي او د پیازو کیفیت لوړ شي او بزګر ته به د پیازو د محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې ده، چې د کندهار کرنې ریاست په دې وروستیو کې خپلو بزګرانو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو لپاره ځانګړې پاملرنه کړې او غواړي د هرې ولسوالۍ بزګرانو ته د حاصلاتو د ښه مدیریت، خوندیتوب او بازارموندنې لپاره عامه پوهاوی برابر کړي.