تازه خبرونه
په کندهار کې د والي میلمستون ته چاودیدونکي توکي نفوذي کس لیږدولي-داوود ګلزار
د کندهار والي په میلمستون کې د چاودنې څېړونکي پلاوي ویلي؛ چاودیدونکي توکي هغه چا لیږدولي، چې صالون ته یې د تګ راتګ فرصت درلود.
د ولسمشر سلاکار او د چاودنې څېړونکي پلاوي غړی داوود ګلزار د نفوذي عامل نوم ورکوي او په پېښه کې پولیس په بې غورۍ تورنوي.
د ولسمشر سلاکار وايي؛ د څېړنو په لړ کې یې شواهد تر لاسه کړي، چې ښيي دا برید له هېواده بهر تنظیم شوی و.
پوځي کارپوهانو د دغې چاودنې پړه پر امنیتي او کشفي ارګانونو اچولې او وایي، فساد او د ښه مدیریت نشتون هغه څه دي، چې بهرنیو کړیو ترې ګټه پورته کړې ده.
په دغه پلاوي کې د ولسمشر سلاکار داوود ګلزار، د متحده عربي اماراتو د سفارت استازی او د سکاتلند پولیس برخه لري او په کندهار کې یې څېړنې ښیي، چې په میلمستون کې چاودنه د د استخباراتي کړلو لخوا په بهر کې پلان شوې وه.
په دې چاودنه کې د والي د مرستیال، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره د زوی، د ملي شورا د دوه غړیو او د عربي اماراتو د ۴ دیپلوماتانو، په ګډون ۱۳ کسه ووژل شول او د والي او په کابل کې د دغه هېواد د سفیر په ګډون ۱۶ کسه نور ټيان دي.