تازه خبرونه
په کندهار کې د ټلویزیون پخوانی ویاند ووژل شو
د مالیې وزارت د رسنیو د څانګې آمر او د طلوع نیوز ټلویزیون پخوانی ویاند نعمت راون نن پنجشنبه د غویی ۱۶ په کندهار ښار کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.
د کندهار پولیسو ويلي؛ نعمت روان د ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نعمت روان خپلوانو هم د هغه مړینه تائید کړې ده.
د طلوع نیوز مسوولینو ویلي، چې له دې رسنۍ سره درې اوونۍ مخې نعمت روان خپل کار پای ته رسولی و او په دې وروستیو کې یې په مالیې وزارت کې دنده تر سره کوله.
تر دې دمه هیچا پر نوموړي د برید پړه نده منلې.
