تازه خبرونه

په کندهار کې د ۳۰ ځوانو جوړو ډله ییز واده تر سره شول

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۰)

سیلاب خیریه بنسټ  په کندهار کې د ۳۰ ځوانو جوړو ډله ییز واده جوړ او ترسره کړ.

د سيلاب خيريه بنسټ مشر سيد احمد سیلاب مشر ویلي، چې د اخلاقي فساد او ناوړو رواجونو د مخنیوي پر وړاندې به خپله مبارزه روانه ساتي.

هغه ځوانان، چې د یاد خيريه بنسټ له لوري يي د ژوند تر ټولو لويه هيله تر سره شوې خوښ دي، چې دغه بنسټ یې د واده لګښت پرې کړ.

کومو ځوانانو، چې واده کړی وایي؛ د کمزوري اقتصاد له کبله یې نه شو کولی واده وکړي او کوژدنې یې له کلونو راهیسې د پلار پر کور ناستې وې.

د کندهار اوسيدونکی نجيب الله وایي، چې د کمزوره اقتصاد له کبله يي کوژدنه له کلونو کلونو راپديخوا د پلار پر کور ناسته وه.

د کندهار یو بل اوسیدونکی وحيدالله نومي پر ټولو والدينو غږ کړی، چې په بېځايه لوړو ولورونو او دواده پر لګښتونو د خپلو اولادونو ژوند خراب نکړي .

د يادونې ده، چې د يادو ۳۰ ځوانانو د واده په لګښتونو کې بېلابېلو تجارتي شرکتونو د ناوې او ناوک لپاره د کاليو، کېک او د کور د اړتیا وړ وسايل برابر کړي دي او له دې سره يي ۳۰  ځوانانو او پېغلو ته نوی ژوند او خوشحالي وروبخښله .

Trending

Exit mobile version