1393ټاكنې

په کندهار کې سلگونه خلكو له داكتر عبدالله عبدالله ملاتړ څرگندكړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندهار کې سلگونه خلكو په يوه غونډه كې له داكتر عبدالله عبدالله ملاتړ وكړ.

دوي وايي، ښاغلى عبدالله يو وړ كس دى او خپلې رايې به وركړو.

قومي مشر حفيظ الله مجاهد دې غونډې ته وويل:

داكتر عبدالله عبدالله كړنلاره د هېواد راتلونكي ته تر ټولو غوره ده او وايي ، له كوم فشار او زور پرته به د ټاكنو په ورځ داكتر عبدالله عبدالله ته رايې وركړو.

په كندهار كې د ډاكتر عبدالله د كمپاين مشر جنرا ل عبدالخالق فراهي نوموړى يو وړ كانديد وباله او له خلكو يي وغوښتل، چې هغه ته رايې وركړي.

د يادونې وړ ده، چې په كندهار كې ولسمشرۍ او ولايتي شورا ته د نوماندانو له لوري ټاكنيز كمپاينونه په بېړه پرمخ روان دى او هرنوماند هڅه كوي، چې خپلې كړنلارې د خلكو ترغوږه ورسوي.

Trending

Exit mobile version