تازه خبرونه
په کندهار کې له سېلابونو څخه د مخکني خبرداري سیسټمونه ولګول شول
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
د کندهار ولایت د پېښو پروړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د KRO بنسټ پر مالي ملاتړ د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ د کنډک مانده او کښته شاوليکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو او چوغک مانده په اړوند سیمو کې درې د مخکني خبرداري سیسټمونه نصب او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یاد بنسټ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد سیسټم له بېلابېلو تخنیکي برخو جوړ او په لاندې څو برخو کې فعالیت ترسره کوي:
۱: کله، چې سیلابي مانده راشي او خلک ویده یا له خطر څخه ناخبره وي؛ سیسټم زنګ وهي او کلیوال له احتمالي خطر څخه خبروي.
۲: دغه سیسټم د نصب شوې ساحې د اوبو اندازه او د اوبو سرعت معلوموي، چې د خطر د کچې په ارزونه کې یې اړین رول لري.
همدارنګه د یاد سیسټم د غوره کارونې لپاره ۵ رضاکاران روزل شوي، چې د سیسټم د زنګ وهلو پر مهال د خبرتیا لپاره نور کلیوال هم خبر کړي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ سربېره پر دې د سیستم د دوامداره فعالیت د یقیني کولو لپاره د اړینو تخنیکي اجزاوو اضافي پرزې هم برابرې شوي، چې د کومې احتمالي تخنیکي ستونزې په صورت کې ژر تر ژره بدیلې او وکارول شي.
ویل کیږي، چې د دې سیسټم پر نصب نرینه، ښځې، سپین ږیري او ماشومان د سیلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي کېږي او د ټولنې د خوندیتوب کچه هم ورسره لوړېږي.