تازه خبرونه

په کندهار کې له ډبرو څخه د زينتي توکو جوړوونکي له ستونزو سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندهار کې له ډبرو څخه دلوښو او نور زينتي توکو دجوړولو فابريکى مسوولين د ډبرو كانونو د را ايستلو په ځاى كې له امنيتي ستونزو سره مخ دي.

د رخام او مرمر ډبرود توليدونکي شرکت مسوول علی احمد وایي،له دولت سره هم د قرار دادونو په ورکولو او دکانونو په ايستلو کي ستونزې شته، چي تر دى مهاله ندي حل شوي.

ددوی په خبره؛له ننګرهار ولايت څخه د مرمر ډبره او له هلمند څخه د روخام ډبره راوړي، چي وروسته بيا ترينه داسي توکي جوړوي، چې دسيمې په کچه د ښه کفيت لرونکي دي.

هغه زیاتوي، په هر قرار داد کي لږ ترلږه دوه کلونو وخت لګيږي او ددى تر څنګ په قراردادنو کي پراخ فساد موجود دى، چې ددوى کارونه يي ټکني کړي دي.

په دې فابريکوکي کارکوونکي له دولت څخه غوښتنه کوي، چي ځوانانو ته دکاري زمينې دبرابرولو له پاره دې په دې برخه کي ستونزي له منځه يوسي.

د کندهار دکانونو سرپرست  انجنير حيات الله وايي، چي په دي ولايت کي ١٥ ډوله تيږه پېژندل شوې، چې درې شرکتونو دمرمرو او فولورايد دتيږې دايستلو قرار دادونه ورسره کړي اوپاتي نور يې هم تر کار لاندې دي.

هغه پدى برخه کي د ولايت په کچه ستونزي ردوي او وايي، په مرکز کې په دېاړه ستونزې شته، چې په کلونو يو قرار داد وخت نيسي .

په کندهار کي تر اوسه دکانونو رياست له لوري ١٥ ډوله ډبري پېژندل شوي، چي ډېر ارزښت لري؛خو دامهال يي يوازي دفلورايد او مرمرو دايستلو چاري روانې دي.

خبریال:بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version