تازه خبرونه
په کندهار کې لږ تر لږ ۲۷ طالب جنګیالي وژل شوي
(Last Updated On: زمری ۳, ۱۳۹۹)
د کندهار امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په معروف ولسوالۍ کي ۲۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي څرګنده کړې، چې د جمعې پر شپه لس بجې د معروف ولسوالۍ د تغړي په اړوند سیمه کې وسلوالو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل، چي د پوليسو په ځوابي ډزو کې اووه وسلوال ووژل شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ کله، چي جګړې زور واخيست افغان ځواکونه د امريکايي ځواکونو له هوايي ملاتړه برخمن او د هغو په هوایي برید کي ۲۰ طالب وسلوال ووژل شول.
هغه وايي، په دې جګړه کي له وسلوالو څخه یو هاموي ټانګ، وسلې، مهمات او په زيات شمېر ماینونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
دی زیاتوي؛ د وسلوالو طالبانو په بريد کي دوه تنه پولیس هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان دی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ويلي.