تازه خبرونه
په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي
(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۰)
د کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزۍ ویلي، چې پېښه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په زرتاله سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د ملکي وګړیو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.
نوموړي زیاته کړې، چې د سړک غاړې په دې ماین چاودنه کې د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
هغه په دې پېښه کې طالبان تورن کړي؛ خو طالبانو تراوسه د پېښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.