تازه خبرونه

په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.

 د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، دا چاودنه تېر ماښام د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په مانو سیمه  کې د ملکي وګړیو پر موتر رامنځته شوې؛ دوه ښځې، دوه نرینه او د درې ماشومانو په ګډون اووه تنه، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وه وژل شوي دي.

ویل کیږي؛ دا کساند يوې کورنۍ غړي وه او په يوه واده کې له ګډون وروسته خپل کور ته راستنیدل، چې چاودنه پرې رامنځته وشوه.

که څه هم مسوولین وایي، ماین د وسلوالو طالبانو له خوا ایښودل شوی و؛ خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version