تازه خبرونه

په کندهار کې ماین چاودنې څلیریشت کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

پرون ماښام د کندهار د میوند ولسوالۍ په کشک نخود سیمه کي پر یو ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر ماین چاودنه شوې؛ پېنځه کسان وژل شوي او ۱۹ نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان دي.

د میرویس حوزوي روغتون مسوولینو ویلي؛ د کندهار په میوند ولسوالۍ کي پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د ماین په چاودنه کي پېنځه کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

ولایتي مسوولین د پېښي پخلی کوي؛ خو د مړو او ټپیانو په اړه له جزئیانو نا خبري ښيي او وایي؛ د پېښې سیمي ته یې امبولانسونه لیږلي، چي ټپیان میرویس حوزوي روغتون ته را ولېږدوي.

د یادوني ده، چي میوند ولسوالي پرون طالبانو نیولې او دا پېښه هم د طالبانو په تر ولکې لاندي سیمه کي رامنځته شوې؛ خو طالبانو یې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version