تازه خبرونه

په کندهار کې ماین چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

په کندهار کې د سړک غاړې له دوه ماین چاودنو لږ تر لږه ۱۳ عام وګړي مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د کندهار والي ویاند بهیر احمدي آریانا نیوز ته ویلي، چې لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د احمدي د څرګندونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د ملکي وګړیو یو موتړ د سپین بولدک ولسوالۍ په پټان خېل سیمه کې د سړک غاړې له ماین چاودنې سره مخ شو او ۱۲ کسان ترې ووژل شول.

د کندهار د ولایتي شورا غړيو ویلي، چې د قربانیانو نهه کسان د یوې کورنۍ غړي وه.

د کندهار والي ویاند زیاته کړې، چې په دې ولسوالۍ یوه بله ورته پېښه کې نن ماسپښین شاوخوا ۱۲ بجې یو ماین پر مازدا موتر چاودیدلی؛ یو کس ترې مړ شوی او درې نور ټپیان دی.

هیچا د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version