تازه خبرونه

په کندهار کې موتر بم برید له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۳۹۹)

د کندهار ولایت ځایي چارواکو د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د یکشنبې پر شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د موتر بم په چاودنه کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او د پولیسو په ګډون ۳۴ نور ټپیان دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ پر سرحدي کنډک رامنځته شوې، چې په کې نه یوازې ۴ کسان وژل شوي، بلکې د ښځو او ماشومانو په ګډون له دېرش ډېر ټپیان دي او د پېښې ځای ته نږدې کورونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې ډېري دوکانونه او کورونه هم زیانمن شوې او ځینې خلک د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ ویلي وه؛ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې له  ۲۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي.

روغتیایی چارواکو هم ویلي؛ په تېرو ۱۷ ورځو کې لږ تر لږه ۵۷ مړي او ۹۹ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

په کندهار کې د بشري حقونو کمیسیون سیمه ییز دفتر ویلي، چې دواړو خواو په نښتو کې د ملکي وګړیو ژوند ته پام ندی کړی.

د بشري حقونو د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ تلفات د سړک د غاړې ماینونو او هوایي بریدونو له کبله رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار په ارغنداب، میوند، ژیړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ درندې نښتې روانې دي.

Trending

Exit mobile version