تازه خبرونه
په کندهار کې موټربم برید ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۰)
د کندهار پولیسو قومندانۍ ویلي؛ نن له غرمې وروسته دوه بجې د کندهار ښار د اوومې امنیتې حوزې په اړوند سیمه کې وېره اچوونکیو له چاودېدونکیو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې یو پولیس ساه ورکړې او ۲۱ نور ټپیان دي.
یادې سرچینې په دې اړه نور څه ندي ویلي.
د کندهار ولایتي روغتون روغتیایي مسوولینو ویلي؛ تر دې دمه د کندهار میرویس روغتون ته یو مړی او ۲۴ ټپیان ورلېږدول شوي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې ۱۵ ملکي وګړي او نهه حکومتي سرتېري دي.
یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې چاودنه د امنیتی ځواکونو یوې قطعې ته نږدې رامنځته شوې ده.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه هیچا ندی منلی.