تازه خبرونه

په کندهار کې ١٤٦ ښوونځي د زدکوونکیو پرمخ تړلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كندهار د پوهنې رياست وايي،که څه هم په دي  کال کي ٢١ ښوونځى نوي پرانيستل شوي؛  خو د استادانو د نشتوالي له کبله په ارغستان ولسوالې كې دوه ښوونځي تړل شوي دي.

دکندهارپوهنې ریيس وايي؛ په روان تعليمي کال کي، چي اوس پاى ته رسيږي دټولو ولسواليو په کچه ٢١ تړلي ښوونځى پرانيستل شوي؛ خو اوسهم د٤٥٢ ښوونځيوڅخه ١٤٦ ښوونځي له دي کبله تړلي دي، چي په ځينو ولسواليو کي دمسلکي استادانو پوره تشکيل نه شته او يا هم په هغو سيمو کي امنيت خراب دى.

د کندهار د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون وایي، دکندهار له ١٧ ولسواليو څخه په ښورابک او ريگستان ولسواليو کي د ښوونى بهير په ټپه ولاړ دى او هيڅ فعال ښوونځى نه لري.

په ورته وخت کي دکندهار يو شمېر اوسيدونکي وايي، چي تېرو ١٤ کلونوکي دحکومت له خوا په خوشي ژمنو تېر ايستل شول  او دولسواليو دخلکو لپاره دزدکړې هيڅ ډول آسانتياوي برابرې نه شوې.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي له دي وروسته دي هر کار دعمل په ډگر کي تر سره کړي او خلک دي په تشو وعدونه تير باسي.

بايد وويل شي، چي په سهيل لوديځ زون کي تعليمي کال پاى ته ورسيده؛ خو دچارواکو په وينا نه يوازى گڼ شمېر ښوونځي تړلي پاتي شوي، بلکې په لسگونه نور ښوونځِ ودانۍنه لري، چې دايي هم په وړاندي يوه لويه ستونزه ده.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version