تازه خبرونه

په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو موټربم چاودنه شوې

Published

on

د شنبې پر سهار په کندهار ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو موټربم برید شوی، چې اووه یې  ټپیان شوي دي.

د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی ویلي، چې د سهار پر اووه نیمو بجو د دې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک په سیمه کې پر پولیسو د هاموی پر مټ چاودنه کړې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه اووه پولیس لږ څه ټپیان شوي دي.

له دې مخکې سرچینو د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانا نیوز ته ویلي وه، چې په سیمه کې پر کوماندو ځواکونو د عملیاتو پر مهال چاودنه رامنځته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت پر کوماندو ځواکونو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په اړوند سیمه کې کوماندو ځواکونه ځای پر ځای شوي ندي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک ښوونځي په اړوند سیمه کې نن سهار یو له چاودیدونکیو توکو ډک موټر د پولیسو لخوا له پېژندنې وروسته پر نښه شوی، چې ۱۲ پولیس یې ټپیان کړي دي.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version