تازه خبرونه

په کندهار کې څه نا څه ۲۰۰ پوستې وسلوالو طالبانو ته سپارل شوي- سیګار

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار څرګنده کړې؛ د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر میاشت کې ۲۰۵ میوند قول اردو د کندهارولایت له ۲۰۰ ډېرې امنیتي پوستې وسلوالو طالبانو ته سپارلي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي: پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د یو جوړ شوي پلان د پلي کولو لپاره یو شمېر زیانمنېدونکې پوستې ویجاړې نه کړې او طالبانو ته وسپارل شوې.

د دغه راپورپر بنسټ حکومت په ۲۰۱۹ کې په منځني توګه له ۱۰۰۰ ډېرې پوستې له ۱۰ څخه تر ۲۰

سرتېرو پرلرلو شتون درلود، چې ورو ورو یې شمېر کمېده او مراکزو ته ندې ترې لوی مرکزون جوړ شول.

 د کندهار د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له اکتوبر راپدیخوا افغان او طالب ځواکونه په دې ولایت کې سره ښکېل شول، چې په پایله کې یې د پوستو له پریښودو  او شاتګ سره ترې وسلې او مهمات هم پاتې شوي دي.

دغه راز راپور په ډاګه کړې، چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ نشتوالی، په ۲۰۵ میوند قول اردو کې د سرتېرو کموالی او د کندهار له اوسیدونکیو سره د دغو سرتېرو ناسم چلند هم د قول اردو د پوستو په له لاسه ورکولو کې بې اغېزې نه دي.

راپور څرګنده کړې، چې دمګړۍ په ټول هېواد کې له ۶۰۰۰ لږ پوستې شته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر تېره میاشت کندهار ولایت ته د امنیتي حالاتو د څېړلو لپاره د یو پلاوي پر مشرۍ سفر کړی و او بیا یې وروسته د دې ولایت والي له دندې ګوښه او پر ځای یې نوی والي وګوماره.

Trending

Exit mobile version