تازه خبرونه
په کندهار کې یو شمې حکومتي کارکوونکي څارنوالۍ ته وروپېژندل شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندهار والي وياند وايي، تېره ورځ د کندهار د دريايي حوزى رييس او د دې رياست دوه مديران د اداري فساد په تور څارنوالى ته ورپېژندل شول.
د کندهار والي وياند صمیم خپلواک په وینا؛ پر دغو کسانو د وظيفوي غفلت، د جعلي اسنادو جوړولو او د دهلي د بند جوړولو په پروژه کې د فساد اسناد موندل شوي او د نورو څېړنو په موخه څارنوالى ته معرفي شوي دي.
هغه زیاتوي؛ د دولتي ادارو څېړنه يې له تېرو شپږ مياشتو را په ديخوا پيل کړي، چي له لس ډېر دولتي کارکوونکي يي د فساد په تور څارنوالى ته ورپېژندلي او اوس هم دغه لړى روانه ده .
نیول شويو کسانو تر دې دمه رسنیو ته د نیول کیدو پر لامل څه نه دي ویلي.
خبریال: بريالي رحيمي