تازه خبرونه

په کندهار کې ۱۹ طالبانو او ۷ پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د کندهار امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په تخته پل ولسوالۍ کي ۱۹ وسلوالو طالبانو او ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهارامنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي؛ تېره شپه وسل والو طالبانو د تخته پل ولسوالۍ د ملید پر پوسته ډلیز برید تر سره کړی، چې په کې اته وسلوال وژل شوي یوولس نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې نښته کې درې پولیس هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دغه راز چارواکو ویلي؛ په روزګان ولایت کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا په نښتو کې لږ تر لږه ۶۴ سرتېري وژل شوي دي.

په دې ولایت کې سیمه ییزو چارواکي څرګنده کړې، چې د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالي له څو ورځو راپدیخوا د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او له تېرو دوه ورځو پر دهراود ولسوالۍ هم بریدونه روان دي.

سیمه ییز چارواکي خبرداری ورکوي که مرستندوی ځواکونه ور ونه رسیږي دواړه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې د خپلمنځي خبرو له پرانستې را پدیخوا په ټول هېواد کې د ښکېلو خواوو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version