تازه خبرونه
په کندهار کې ۴ پولیس په خپلمځي نښته کې وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندهار ښار کې د پولیسو په خپلمنځي نښته کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چې نن غرمه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پولیسو او د کندهار په ښار کې د برښنا کوټ پله د پوستې د پولیسو ترمنځ شخړه په وسلواله نښته اوښتې ده.
هغه زیاتوي، په دې نښته کې نوره مرګ و ژوبله هم اوښتې ده.
یوه امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، په دې نښته کې د ډنډ ولسوالۍ څلور پولیس وژل شوي دي.