سیمه ییز خبرونه
په کندوز ولایت کې یو کس خپله مېرمن او ورېندار وژلي دي
د كندوز په خان آباد كې يو كس خپله اتلس كلنه مېرمن او خپله وريندار وژلي او خپله تښتيدلى دى. د دغه ولايت د امنيتي چارواكو په وېنا پېښه د كورني تاوتريخوالي له امله را مېنځ ته شوې ده.
د كندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان صوفی حبیب وايي:
ياد كس شاوخوا يوه مياشت وړاندې له يوې اتلس كلنې انجلۍ سره واده كړى وو او له واده څخه يوه مياشت وروسته يې د يكشنبې په شپه ( د غویی ۱۴ ) خپله مېرمن او ورېندار په چاقو وهلي او وژلې یی دي.
نوموړى زیاتوي، چې ياد كس له سيمې څخه تښتېدلى، خو دوى يې د نيولو هڅې روانې كړې دي.
كه څه هم د وژنې لامل نه دى ښكاره، خو د سيمې خلك كورنۍ تاوتريخوالى د دغې پېښې لامل بولي.
بل خوا د كندوز د ښځو چارو رئيسه نادره گیاه او يو شمېرد ښځو د حقوقو مدافع بنسټونو دغه پېښه غندلې او د قاتل د نيول كېدو غوښتنه كوي.
نوموړې زیاتوي، چې د تېر كال له نيمايي څخه تر اوسه په كندوز كې پنځه ويشت مېرمنې وژل شوې دي، چې دغه كار د كندوز ولايت د ښځو چارو رياست او د ښځو له حقوقو څخه د مدافع بنسټونو اندېښنې را پارولې دي.