تازه خبرونه
په کندوز ولایت کې ۱۸ سیمه ییزو پاڅونوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کندوز ولایتي شورا منلې، چې تېره شپه د طالبانو سرې قطعې د خان آباد ولسوالۍ د تپه اختر په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو پر مفرزې او د سیمه ییزو پاڅونوالو پر پوستې برید کړی؛ د پاڅونوالو د قومندان محمد حکیم نظامي او دوه سرګروپانو په ګډون یې ۱۶ پاڅونوال وژلي او دوه نور ټپیان دي.
د کندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي څرګنده کړې؛ دغه نښتې د پنجشنبې د شپې ۱۱:۳۰ د ټاپه اختر په سیمه کې رامنځته شوي او درې ساعته روانې وې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو د دغو ځواکونو ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
په نښته کې د سرچینو د څرګندونو له مخې دوه امنیتي ځواکونه د طالبانو لخوا یرغمل نیول شوي دي.
د کندوز پولیسو ویاند انعام الدین رحماني پر دغو ځواکونو برید مني او وایي، چې د جګړې په بهیر کې امنیتي ځواکونو ته هم ځاني زیان اوښتی؛ خو پوره شمېر یې معلوم ندی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.