بلخ @ps
په کندوز ولایت کې ۴ خبریالان له یوې ترافیکي پېښې سخت ټپیان شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندوز- تخار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د آریانا او آریانا نیوز خبریال نصرت الله ابراهیمي او انځورګر نعیم رحیمي، د خورشید تلویزیون خبریال شفیق پویا او د ایران د دري رادیو خبریال عرفان بزګر سخت ټپیان شوي دي.
دغه خبریالان نن سهار کندوز ښار ته په لاره ول، چې د کندوز- تخار د لویې لار په قل بر سیمه کې له ترافیکي پېښې سره مخ شول.
ویل کیږي، چې څلورواړه ټپیان د کندوز ولایت مرکزي روغتون ته رالیږدول شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
د دغې ترافیکي پېښې په اړه تر دې دمه بشپړې څرګندونې تر لاسه شوې نه دي