بلخ @ps
په کندوز کي د هندوانو قومی مشر ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندوز کي د هندوانو قومی مشر نن په یوه برید کي ووژل شو.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي، د هندونانو یو قومی مشر لال دلسوز نن سهار د کندوز ښار د لومړی ناحیي په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو په یوه برید کي ټپي شو او بیا یې په روغتون کي ساه ورکړه.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر سمونوال معصوم هاشمي وایي، یوناني حکیم لالا دلسوز په کندوز ښار کې کور ته نږدې وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې په اړه درې شکمن نیول شوي او پولیس هڅه کوي ، چې د پېښې اضلي عامل ونیول شي.