تازه خبرونه
په کندوز کې دوه کسان د غلا پر تور ووژل شول – پولیس
د کندوز پولیسو ویلي؛ له پولیسو سره په نښته کې پر غلا د تورنو درې کسیزه ډله له پښو غورزول شوې ده.
د کندوز پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ویلي؛ د یوه کور له لوټولو وروسته د غلو یوه درې کسیزه وسلوالو ډله د پولیسو له ګزمې ښکېل شوه، چې په نښته کې یې دوه غله مړه او یو بل ټپي شو.
د پولیسو ویاند زیاته کړې؛ په دې نښته کې پولیس زیانمن شوي ندي او وژل شوي کسان د قتل او غلا پر تور تر څارنې لاندې ول.
پولیسو زیاته کړې، چې له دې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او پېه تر څېړنو لاندې ده.
