تازه خبرونه

په کندوز کې د طالبانو د هاوان پر برید ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د افغانستان دفاع وزارت نن (پنجشنبه د لړم ۲۹) څرګنده کړې، چې د کندوز په ښار کې د طالبانو د هاوان پر برید د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه عام وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې طالبانو د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه کړې ده.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو تېره شپه د کندوز ښار د تلوکه د کلي پر اړوند  کورونو هاوان مرمۍ توغولي، چې یاده مرګ و ژوبلې یې اړولې ده.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو څلور میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون له روانې جګړې ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوناما ويلي، چې د افغانستان په جګړو کې ملکي وګړي درانده زیانونه ویني.

یوناما د ځاني زیانونو د  ۳۹ سلنې پړه پر طالبانو، د ۱۳ سلنې  پر داعش او د پاتې نورو هغه پر دولت ضد وسلوالو ډلو وراچوي.

Trending

Exit mobile version