تازه خبرونه

په کندوز کې د طالبانو پر برید د ملي اردو ۸ سرتېري وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۰, ۱۳۹۹)

د کندوز ولایتي شورا مشر ویلي، چې د دوشنبې پر شپه د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو اته سرتېري وژلي او درې نور یې نیولي دي.

د کندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي؛ طالبانو د دوشنبې پر شپه د خان آباد ولسوالۍ د مرکز  تپه اختر او ملا غلام د اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې هم ښکېل شوي دي.

ایوبي زیاته کړې، چې په دې برید کې لږ تر لږه اته سرتېري وژل شوي او درې نور سرتیري د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

له راپورونو سره سم طالبانو له پوستو څخه پوځي تجهیزات هم ټول کړي دي.

ایوبي دا هم ویلي، چې طالبانو د استوګنې په سیمو کې سنګرونه نیولي وه، چې د ۵ ملکي وګړیو د وژلو  او درې نورو دټپي کیدو سبب شوي دي.

ايوبي ويلي، چې په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې وسلوالو مخالفانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو په اړه يې معلومات ورنکړل.

د کندوز امنیتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

طالبانو د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې او دا هم مني، چې یو شمېر امنیتي ځواکونه یې هم یرغمل نیولي دي.

Trending

Exit mobile version