بلخ @ps
په کندوز کې د هوایي ځواک پر برید دوه افغان سرتېري ووژل شول
تېره شپه ناوخته د کندز د ښار شمال لور ته د بالاحصار په شاوخوا سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو د بمبارد پرلامل دوه افغان سرتېري په تېروتنه وژل شوي دي.
د کندز د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وایي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو په هوايي بمبارد کې دوه تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې هوايي قواوو په تېروتنه د خپلو سرتېرو پر سیمه راکتي برید کړی دي.
د افغان کماندو یو تن سرتېري، چې له نوم اخیستو یې ډډه کوې وویل، چې د بالاحصار په سیمه کې دوه افغان سرتېري په هوايي بمبارد کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه کماندو قومندان د هغې نظامي قطعې له قومندان سره په تیلیفون خبرې کولې، چې عسکر یې بیګاه شپه د هوايي بمبارد په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې کندوز ښار له تېرې یوې اوونۍ راهسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د درندو نښتو شاهد دی او څه نا څه ۳۰ زره کورنۍ یې خوندي سیمو ته وتلي دي. په ښار کې د اوبو، درملو او خوراکي توکو نشتوالي د دغه ښار اوسیدونکي تېښتې ته اړ کړي دي.