بلخ @ps

په کندوز کې طالبانو د خان آباد ولسوالي ونیوله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبانو نن سهار د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالي او بازار تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري د طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ نیول منلي او وایي ، چې وسلوالو طالبانونن سهار اته نیمې بجې د ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومنداني ونیول.

هغه زیاتوي، دمګړۍ د ښار په یوه څنډه کې نښته روانه ده؛ خو امنیتي ځواکونه له تېرو درې ورځو راهیسې د مهماتو او مرستندویو ځواکونو له لږوالي سره مخ او شاتګ ته اړ شوي دي.  

رپوټونه وايي، چې همدا اوس په علي آباد كې جګړه روانه ده او دغه ولايت ته غزيدلې لارې هم بندې دي.  

Trending

Exit mobile version