تازه خبرونه

په کندوز کې چارواکي ناامنیو اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كندز د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسيدونكي په دغه ولايت كې د ناامنو په ډېريدو اندېښمن دي.
د كندز د ولايتي شورا رييس عبدالقدير حسين خېل وايي:
د ټاكنو بهير اوږيديدو خلك انديښمن كړي؛ نا امني ډېره شوې، د وسله والو مخالفينو ليكې پياوړې دي او پر دې ټولو سربېره د بېكارې كچه لوړه شوې ده.
د دغه ولايت يو شمير اوسيدونكي هم په مركز او ولسواليو كې د ناامنيو په ډېروالي اندېښمن دي او له امنيتي ځواكونو غواړي، چې د خلكو د ځان او مال د ساتنې په لاره كې جدي هڅې وكړي.
د كندز د كندز د پوليسو وياند سيد سرورحسيني وایي: امنيتي وضعيت په كنترول كې دى او په دې اړه اندېښنه نشته.
له بلې خوا امنيتي چارواكي وايي د دغه ولايت په مركز او ولسواليو كې به د وسله والو د ځپلو په موخه پراخ چاڼيز عمليات پيل شي .

Trending

Exit mobile version