بلخ @ps
په کندوز کې کور په کور پلټنه پای ته رسیدلې
په كندز كې چارواكي وايي؛ وسلوال طالبان د ښار له څنډو ايستل شوي، درنده مرګ و ژوبله وراوښتېکور په کور پلټنه پای ته رسیدلې او ده .
له ۱۱ ورځو نښتو وروسته، چې تر ۵۰۰ ملكي وګړو ته په كې مرګ وژوبله واوښته او يو شمېر كورونه او سوداګريز ماركيتونه وسوځيدل؛ حكومتيځواكونه وتوانيدل، چې د ښار امنيتي كنترل خپل كړي.
په كندوز كې د ملي اردو د لیوا قومندان سلطان محمد وايي، وسلوال له ښاره ايستل شوي او حالت عادي شوى دی.
هغه زیاتوي، د پنجشنبې په ورځ زنجير او جرخاب سيمې هم پاکې شوې او وروسته به د تخار _ كندوز لارې د خلاصولو په موخه عمليات وغزوو.
د كندوز امنيه قومندان محمد قسیم جنګل باغ وايي، په تېرې يوولس ورځينۍ جګړه كې د امنيه قومندانۍ ۱۱ پوليسو ژوند له لاسه وركړى او شل نور ټپيان دي.
هغه زیاتوي، وسلوالو ته درنده مرګ و ژوبله واوښته .
د ملي اردو سرتېریمحمد راحل وايي؛ څلور ورځې كيږي، چې له بلخ څخه كندوز ته راغلي او كور په كور يې تلاشي كړې ده.
كه څه هم په ښار كې د جګړې وېره نشته؛ خو خلك د څښلو اوبو او برښنا له نشتوالي سره مخ دي.
امنيتي چارواكينورو ولايتونو ته له كډه شویو خلکو غواړي، چې خپل ولایت ته بېرته راستانه شي.