تازه خبرونه
په کندوز کې ۲۴ بندیان د طالبانو له بنده ژغورل شوي- چارواکي
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې کومانډو ځواکونو تېره شپه په کندوز ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو له زندان څخه ۲۳ سرتېري او یو ملکي وګړی راخوشې کړي دي.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو قومندان محمد علي یزداني ویلي؛ دغه عملیات د دې ولایت د خان آباد ولسوالۍ د قشلاق کابلي په کلي کې ترسره شوي، چې په کې طالب زندان مات او بندیان ترې را خوشې شول.
د یزداني د څرګندونو له مخې؛ ۱۶ د ملي اردو، څلور کومانډو، دوه پولیس سرتېري، یو د ملي امنیت سرتېری او یو بل ملکي وګړی د طالبانو له بنده ژغورل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې اوړمه ورځ هم په بغلان ولایت کې کومانډو ځواکونو ۴۲ بندیان، چې ۲۵ یې سرتېري او ۱۷ ملکي وګړي وه؛ د طالبانو له بنده آزاد شوي دي.