سیمه ییز خبرونه

په کنړ کی د یو ویشتو سرتېرو وژل کېدو د خلکو غوسه راپارولې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د وسله والو مخالفينو له خوا په كونړ كې د يو ويشتو سرتېرو وژل كېدو په كور د ننه د خلكو غوسه راپارولې. دوی همداراز په امنيتي بنسټونو نيوكه كوي، چي د جګړې پروخت يي له دغو سرتېرو سره هوايي مرستې نه دي كړي.

په كونړ كې د ملي اردو د ۲۱ سرتېرو د وژل كېدو په اعتراض كې د سې شنبې په ورځ ( د کب ۶ ) كابل كې لاريون وشو.

دې لاريون كې لسګونو كابل ښاريانو برخه درلوده. يو شمېر لاريون كوونكي وايي، هغه څوك چې امنيتي ځواكونه هدف ګرځوي، بايد ور سره سوله ونه شي.

دوی د ملي پوليسو سرتېرو ته د ګلونو كېډۍ وركړې او د كونړ د وروستۍ پېښې د عاملينو د نيولو او محاكمې غوښتنه يي كوله.

په همدې حال كې د لاريون كوونكو له خوا د ملي اردو د ۲۱ وژل شويو سرتېرو په درناوي لاريون كوونكو يو يو نيالګى هم كيناوه.

د مدني ټولنې ځينې فعالان وايي، ولسمشر حامد كرزى او افغان حكومت په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې د قانون خلاف څرګندې لاسوهنې كوي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو شبكې غړې سمیرا شریفی له دولت نه وغوښتل، چې په ټاكنو كې خپله بې طرفي وساتي او افغانان پرېږدي، چې خپل برخليك په خپله وټاكي.

دوی په ارګ كې د ځينو قومي مشرانو له خوا وروستۍ جرګه وغندله، او دا جرګه يي د حكومت له خوا په ټاكنو كې د لاسوهنو يوه هڅه وبلله.

Trending

Exit mobile version