نړۍ

په کولمبیا کې د ځمکښویېدنې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ په مرکزي کولمبیا کې د ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

دا پېښه د دغه هېواد د پیریرا ښار ته نږدې د ډوسکیبراډاس د قهوې په کرنیز ولایت کې له درندو بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.

د UNGRD د ناڅاپي پېښو ادارې د لا ایسنډا په ګاونډ کې د سهارنۍ ځمکښویېدنې په اړه څرګنده کړی؛ زمونږ تازه راپور ښیي، چې ۳۵ کسان ټپیان شوي، ۱۴ مړه او د یو ورک د ژغورنې هڅې روانې دي.

چارواکو له لسګونه نږدې کورونو څخه اوبه د اوتون سیند ته ایستلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په کولمبیا کې د غرنیو سیمو، پرلپسې بارانونو او د بې نقشو یا نارسمي کورونو له کبله ځمکښویېدنې رامنځته کیږي.

د یادونې ده، چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کې له ځمکښویېدنې څخه موکوا ښار لږ تر لږه  ۳۲۰ کسان مړه شوي وه.

Trending

Exit mobile version