تازه خبرونه

په کونړ او خوست کې د بریدونو په تړاو د پاکستان سفیر احضار او وپوښتل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه وزارت د پاکستانيو ځواکونو له لوري د خوست او کونړ پر ځینو سیمو د ترسره شويو بریدونو له کبله په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او اړوند بریدونه یې وغندل.

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي تر څنګ د ملي دفاع وزارت مرستیال محترم الحاج ملا شیرین اخند هم ګډون درلود اړوند هوایي بریدونه نه یوازې وغندل شول، بلکې په ټینګار سره یې د بیا تکرار پر مخنیوي هم ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي ویلي؛ د خوست او کونړ په ګډون د ټولو پوځي تخطیو مخنیوی دي وشي او دغه ډول پېښې د دواړو حکومتونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي، چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هېوادونو بد خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بیا به بدې پایلې به ولري.

د دغې لیدنې په پای کي د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک سپارل شوی، چي خپلو مشرانو ته یې ورسوې.

دغه بریدونه تېره شپه د کونر ولایت د شلتن او د خوست د سپېرې ولسوالۍ د استوګنې پر سیمو ترسره شوي، چې مرګ و ژوبلې هم لري.

د افغانستان سیمه ییزو رسنیو د چارواکو په حواله ویلي، د پاکستان امې جیټ الوتکو د افغانستان په ختیځ کې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو هوايي بریدونه کړي دي.

ځايي اوسیدونکیو ویلي؛ په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي، چې د راپورونو له مخې وژل شوي کسان د دوه کورنیو غړي دي.

دغه راز پاکستاني پوځ د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو کې هم هوايي بریدونه کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په شلتن ولسوالۍ کې د هوايي بريد له کبله پېنځه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي دي.

د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغه هوايي بریدونو په اړه په رسمي بڼه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version