تازه خبرونه

په کونړ ولايت کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۱

د کونړ سیمه ییزو چارواکو ويلي، د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد کې د رامنځته شوې چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د کونړ امنيه قومندان مولوي عبدالحق حقاني ويلي؛ چاودنه نن يکشنبه (د غبرګولي دوه ویشتمه) سهار شاوخوا نهه بجې د پولیسو د جلب و چذب مرکز مخې ته رامنځته شوې ده.

د امنيه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه ماين اسلام دښمنه کړیو ځاى پر ځاى کړى و.

مولوي عبدالحق حقاني زیاته کړې؛ ټپیان د اسعدآباد عامه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي چارواکي د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه بولي.

تر دې دمه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

Trending

Exit mobile version