تازه خبرونه
په کونړ کې درې تنه داعشیان له امنیتي ځواکونو سره یوځای شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کونړ امنیتي چارواکو هغه درې تنه داعشیان رسنیو ته ښودلي، چې درې ورځې وړاندې یې د مرورې ولسوالۍ په چنار سیمه کې څلور طالبان وژلي او بیا یې ځانونه امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.
د دغې درې کسیزې وسلوالې ډلې مشر تاج محمد، چې ځان د باجوړ اوسیدونکی ښيي وایي؛ دوی د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له داعیش سره کار کاوه؛ خو درې ورځې وړاندې د طالبانو د څلور کسیزې ډلې له برید سره مخ شول، چې په نښته کې څلور واړه طالبان ووژل شول او دوی ځانونه امنیتي ځواکونو ته وسپارل .