تازه خبرونه
په کونړ کې د زلزلې له کبله د شهیدانو شمېر ۱۴۱۱ ته پورته شو
حمد الله فطرت زیاته کړې ؛ نن هم په ټولو زيامنو سيمو کې د ژغورنې عمليات روان دي؛ هغو سيمو ته، چي الوتکو ناسته نده کړې کومانډو ځواکونه رسېدلي، چې مړي او ټپیان راوباسي او انتقال یې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د څرګندونو له مخې؛ د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپهدره، پیچدره، وټپور او اسعدآباد ولسوالیو کې تر دې مهاله د شهيدانو ټول شمېر ۱۴۱۱، د زخميانو ۳۱۲۴ تنه او د تخريب شويو کورونو شمېر ۵۴۱۲ ته لوړ شوی دی.
حمد الله فطرت زیاته کړې ؛ نن هم په ټولو زيامنو سيمو کې د ژغورنې عمليات روان دي؛ هغو سيمو ته، چي الوتکو ناسته نده کړې کومانډو ځواکونه رسېدلي، چې مړي او ټپیان راوباسي او انتقال یې کړي.
د نوموړي په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي: په خاص کونړ ولسوالۍ کې کمپ جوړ شوی، چې اړوند توکي او عاجلي مرستې تنظيموي.
دغه راز هغه ویلي؛ د پېښې ځاي ته نږدې دوه مرکزونه هم جوړ شوي، چي د زخميانو انتقالات، د شهيدانو تدفين او د پاتي کسانو د ژغورلو چارې له نږدې څاري.
هغه ویلي، چې بېلابېلو هېوادونو د خواخوږۍ د پيغامونو تر څنګ مرستې هم اعلان کړې او يو شمېر يې د بېړنیو مرستو کميټې ته سپارل شوې دي.
ویل کیږي، چې د مرستې ډلو، دولتي ادارو او افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو په نورګل ولسوالۍ کې له یو شمېر کورنیو سره مرسته کړې ده. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، د مرستو له همغږۍ کمیټې سره یوځای اغېزمنو سیمو ته لېږل شوي او هرې کورنۍ ته یې نغدي او غیر نغدي مرستې چمتو کړې دي.