سیمه ییز خبرونه

په کونړ کې ۵،۳ درجې زلزلې مرګ و ژوبله او ویجاړی رامنځته کړی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۴, ۱۴۰۱)

د کونړ ولايت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ تېره شپه د دغه ولايت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزلې له کبله لس کسان مړه او ټپيان شوي او د استوګنې لسګونه کورونه ويجاړ دي.

د یو شمېر رسنیزو شبکو د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه دوه بجې او ۲۷ دقیقې د زلزلې دغه تکانونه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد او ځینو نورو ښارونو کې هم احساس شوي دي.

دغې زلزلې د هېواد پلازمېنه کابل، ننګرهار، لوګر، بغلان او د هېواد یوشمېر مرکزي او جنوب ختیځ ولایتونه لړزولي دي.

د امریکا د زلزله پېژندنې نړیوالې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د هندوکش غرونه دي؛ لس متره ژوروالی لري او د ریښتر پر کچه  ۵،۳ درجې اټکل شوې ده.

د یادونې ده، چې د روان لمریز کال د چنګاښ پر څلورمه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې له کبله شاوخوا ۱۱۵۰ کسان مړه او له ۳۰۰۰ ډېر نور ژوبل شول. دغه راز زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version