تازه خبرونه

په کوټه کې ترهګري نیابتي جګړه ده – خواجه محمد اصف

دا په پاکستان کې د چین د پرمختګ د هڅو د شنډولو لپاره یوه دسیسه ده.

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف تېره ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې په کوټه کې ترهګري یوه نیابتي جګړه ده، چې هند د TTP او  BLA په څېر ډلو له لارې زمونږ پر وړاندې روانه کړې ده.

دا په پاکستان کې د چین د پرمختګ د هڅو د شنډولو لپاره یوه دسیسه ده.

خواجه اصف له جیو نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې بلوڅ بیلتون پالي او ټي تي پي دواړه ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي.

نوموړي پر هندوستان د تور پورې کولو پر مهال ویلي، چې د دغو دواړو وسل‌والو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د ناامنه کولو لپاره اسانتیاوې برابروي.

اسلامي امارت او هندي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګونونه ندي ښودلي؛ خو له دې مخکې د پاکستان دا ډول ادعاوې بې بنسټه یادې شوې دي.

بلوڅ بیلتون پالو د بلوچستان په کويټه ښار کې د رېل په یوه تمځای کې د تیرې ورځې د ځانمرګې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، چې له کبله یې د ۱۹ پاکستانيو پوځيان په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۵۰ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version