نړۍ
په کوټه کې چاودنې ۱۴ پاکستانیو پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې
د پاکستان پولیسو رسنیو ته څرګنده کړې، چې تېر ماښام د کوټې ښار د سرینا هوټل مخې ته بمي چاودنه رامنځته شوې ده.
پولیسو ویلي؛ په دې پېښه کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي. رسنیو په ډاګه کړې؛ د دې چاودنې له کبله څلور ملکیان هم ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وه.
دغه راز څرګنده شوې، چې د چاودنې پر مهال په هوټل کې د عمران خان د حکومت مخالف بلاول بوټو هم و.
هغه په یوه ټویټ کې دغه برید غندلی او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی، چې د ترهګرو له پالنې لاس واخلي.
د ده په وینا دا چاودنې هغه ترهګر ترسره کوي، چې پاکستانی حکومت یې روزي او پالي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د محرم نمانځلو لپاره امنیتي تدابیر سخت شوي او د پاکستان امنیتي ځواکونه د هرې پېښې په لټه کې دي.
په کوټه کې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنی وړ دی او د وژل شویو کسانو شمېر د لوړېدو په حال کې دی.
تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت ندی منلی.