نړۍ
په کویټه کې چاودنې ۲۳ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې
د یکشنبې پر سهار د پاکستان د کویټې ښار د یوې پوستې تر څنګ په چاودنه کې درې امنیتي کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان دي.
د جیو نیوز د څرګندونو له مخې؛ د بلوچستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبازې څانګې (سي ټي ډي) د اړوند پېښې پخلی کړی او وایي؛ چاودنه ځانمرګی برید و، چې د مستونګ په سړک کې یې د سوهانه خان اف سي پلټونکې پوسته تر سره شوی دی.
د سي ټي ډي ویاند ویلي، چې د چاودنې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
جیو نیوز په ډاګه کړې، چې د پېښې ټپیان د شیخ زاید روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو ویلي، چې ځانمرګي برید کوونکي خپل موټرسایکل د پولیسو د پوستې له موټر سره جنګولی دی.
