سیمه ییز خبرونه

په کویټ کې د اورلګیدنې له کبله ۴۹ کارګران مړه شوي

له بلې خوا د فیلیپین د مهاجرینو د کار وزارت تائید کړې، چې په کویټ کې د اور لګیدو له کبله د دغه هېواد ۱۱ کارګران هم ټپیان شوي دي.

Published

on

د کویت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله ۴۹ بهرني کارکوونکي مړه شوي دي.

د لومړنیو موندنو له مخې؛ دا پېښه د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي درویشتمه) د منکاف سیمې په دوه ودانیو کې د اور لګیدنې له کبله رامنځته شوې ده .

تر اوسه د اور لګېدنې د قربانیانو د هویت په اړه څه ویل شوي ندي.

رویټرز خبري سرچینې په کویت کې د هند سفارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په پېښه کې ۳۰ هندي کارکوونکي ټپیان شوي دي.

په کویت کې د هند سفارت ویلي، چې د ۴۷ کارکوونکیو درملنه په روغتونونو کې شوې ده.

له بلې خوا د فیلیپین د مهاجرینو د کار وزارت تائید کړې، چې په کویټ کې د اور لګیدو له کبله د دغه هېواد ۱۱ کارګران هم ټپیان شوي دي.

د کویت د لومړي وزیر مرستیال یوسف سعود الصباح د دې ودانۍ مالک له وانیزو پاملرنو څخه پر سرغړونه تورن کړ.

د کویت د کورنیو چارو وزیر شیخ فهد الیوسف الصباح د دغې پېښې مرګ ژوبله تایید کړې او د پېښې له ځای څخه یې د لیدنې پر مهال د ودانۍ د مالک د نیولو سپارښتنه کړې ده.

په دې پېښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په کویټ کې کارګر کډوال د ټولنې ستره جوړوي.

د ملکي خوندیتوب او طبي ژغورنو ډلې توانیدلي، چې ۱۱ کسان ژغورل شوي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې د اور لګیدلو خبرونه خواشینونکي وبلل او لیکي، چې: زه هغو کسانو ته، چې خپل نږدې او عزیزان او خپلوال یې له لاسه ورکړي  خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو دعا کوم.

ویل کیږي د اورلګیدنې زیاتره مرګ او ژوبله د لوګي له کبله رامنځته شوې؛ خو د اورلګیدنې لامل تر اوسه معلوم ندی؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

 

دې ته ورته خبر:: 

 

ه نیویارک ښار کې له اورلګېدنې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي

Trending

Exit mobile version