تازه خبرونه

په ګردېز ښار کې موتر بم برید درې کسان وژلي او ۱۹ نور ټپیان دي

Published

on

د پکتیا په ګردېز ښار کې موتر بم چاودنې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه درې کسان وژلي او ۱۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ویلي؛ چاودنه د لومړۍ امنیتې حوزې په لین ګردیز – خوست سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه موتربم د امنیتي ځواکونو پر ګزمه رامنځته شوی دی.

په ورته وخت کې د پکتیا والي حلیم فدايي ویلي، چې برید طالبانو تر سره کړی دی.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version