سیمه ییز خبرونه

په ګرشک ولسوالۍ کی د افغان جنگیالیو تر څنگ پاکستاني او چيچينی ترهگر فعالیت کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايت د گرشك ولسوال وايې، بهرني ترهگر له افغان ترهگرو سره په دې خاطر مرستې كوي، چې د نشه يي توكو د قاچاق زمينه برابره شي. د دې سيمه ييز چارواكي په وېنا، په گرشك ولسوالۍ كې د ناامنيو يو عمده دليل دا دى، چې د نشه يي توكو د قاچاق لار پر دې سيمې تېرېږي.

له هېواده بهر د ترهگرو ملاتړ تل د افغانستان د دولت د اندېښنې وړ مسئله وه او ده.

د افغانستان سويلي ولايت هلمند هم يو له هغو سيمو څخه دى، چې له هېواده بهر د فعالو ترهگرو له فعاليتونو او مداخلو خوندي نه دى.

د هلمند د گرشك ولسوال فهيم موسى زى وايې:

بهرني ترهگر، چې ډېر يې پاكستانيان او چيچيني وگړي دي، د افغان جنگياليو ترڅنگ په گرشك ولسوالۍ كې فعاليت لري.

د هلمند دغه سيمه ييز چارواكى همدارنگه وايې، د گرشك پر ولسوالۍ د نشه يي توكو د قاچاق لار تېرېږي او كه دا سيمه باامنه شي، د نشه يي توكو كاروباريان به دغلته د فعاليت فرصت له لاسه وركړي.

داسې ښكاري، چې همدا مسئله د دې لامل شوې، چې بهرني ترهگر په دې ولسوالۍ كې د افغان طالبانو مرستې ته ور ودانگي.

په گرشك كې د كورنيو وسله والو مخالفينو تر څنگ د بهرنيو جنگياليو شتون څه نوې خبره نه ده، بلكې وړاندې له دې هم د سيمه ييزو چارواكو په وېنا،  د ناامنيو پېښې له څو كلونو را په دېخوا دغلته روانې وې.

اوس پوښتنه دلته ده، چې ولې افغان ځواكونه له دې سيمې څخه د وېره اچوونكيو د شړلو لپاره پروگرام نه لري.

دا په داسې حال كې ده، چې وړاندې له دې د هلمند د كجكي ولسوالۍ سيمه ييزو چارواكو هم د دې ولسوالۍ په ځينو برخو كې د وسله والو مخالفانو پر شتون اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې ول، ځينې گاونډ هېوادونه د وسله والو مالي لگښتونه وركوي، چې د كجكي د بند د بيا رغاونې مخه ونيسي.

Trending

Exit mobile version