تازه خبرونه

په ګوانتانامو زندان کې د افغان زنداني عبیدالله د خوشي کیدو سپارښتنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ګوانتانامو زندان کې د عفوې او ارزونې کمیتې د افغان زنداني عبیدالله، چې له ۲۰۰۲ کا راهیسې د جنګي جنایاتو په تور ساتل شوی و؛ د خلاصیدو سپارښتنه کړې ده.

د اسوشیتید پرس د راپور له مخې؛ د امریکا دفاع وزارت تېره ورځ د یاد زندان د عفوې او ارزونې لنډمهالې کمیتې له دې پرېکړې، چې د بندیانو غوښتنلیکونو ته د لاسرسي مسوولیت لري، خبر ورکړی دی.

دې کمیتې اعلام کړی، چې په ګوانتانامو زندان کې نور؛ نو د عبیدالله ساتلو ته اړتیا نه شته.

 د افغانستان دغه بندي  د ۲۰۰۲ کال په جولای کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شویو او په ۲۰۰۸ کال د امریکا په پوځي محکمه کې جنګي مجرم وپېژندل شو. دغه مهال نوموړی ۱۹ کلن و.

امریکايي ځواکونو د عبیدالله د نیولو پرمهال ویلي وه، چې د نوموړي کور ته څېرمه یې ۲۰ پخواني وراسته ماینونه موندلي وه؛ خو بیا یې په ډاګه کړې، چې عبیدالله د القاعدې شبکې د بمونو د برخې غړی و.هغه مهال د عبیدالله وکیل دا تورونه څو ځلې رد کړي دي.

تېراپریل یو ځل بیا عبیدالله د ارزونې له پاره پوښتل شوی و.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه زندان د تړلو غوښتنه کړې؛ خو د اته کلونو په تېرېدو اوس هم بریالی شوی نه دی.

په ګوانتانامو زندان کې اوس هم ۸۰ بندیان ساتل کېږي، چې  ۲۸ یې له هر راز حکمه بې برخې پراته دي.

Trending

Exit mobile version