سیمه ییز خبرونه

په گرشك كې خلك د ناټو ځواكونو له خپلسرو عملياتواندېښمن شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند د گرشك ولسوالى اوسيدونكي وايي،چې:

د ناټوځواكونو خپلسروعملياتوكډه كولوته اړكړي دي.

د نوموړې ولسوالى اوسيدونكي څرگندوي، چې:

د ناټو ځواكونوځانگړي عمليات، چې د شپې لخوا پرته له افغان ځواكونو ترسره كيږي؛ دوى يې له ستونزو سره مخ كړي او اړدي،  چې له سيمې بېځايه شي.

د دې ولسوالۍ امنيتي چارواكي د خلكو دا ستونزه پرځاى بولي او وايي، چې:

دوى ته هم په دې اړه شكايتونه رسيدلي دي.

د هلمند د گرشك ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، چې:

له يوې خوا د ناټو ځواكونو لخوا په گرشك ولسوالۍ كې ځانگړيو عملياتو زياتوالى موندلى او له بلې خوا پرته له دې، چې افغان ځواكونه له ځان سره ملگري كړي، پخپل سرعمليات ترسره كوي، چې ځينې وخت په كې ولسي وگړي زيانمن او يا هم د دوى لخوا نيول كيږي.

د دوى په وينا كه د ناټو ځواكونو ياد عمليات په همدې ډول دوام وكړي؛ نو دوى اړ دي، چې خپلې سيمې پريږدي اوخوندي سميوته كډه وكړي.

د گرشك امنيه قوماندان سمونمل سيف الله رشيدي هم د گرشك د اوسيدونكيو دا ستونزه پرځاى بولي او وايي، چې په دې اړه دوى ته هم  د دې ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو د خلكو شكايتونه رسيدلي دي.

د ده په وينا:

ياده ستونزه يې له آيساف ځواكونو سره شريكه كړې او هڅې روانې دي، چې د ناټو ځواكونو عمليات له افغان ځواكونوسره په همغږۍ ترسره شي او د دوى هڅه داده، چې په سيمه كې دغه رازعملياتوته د پاى ټكى كيدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version